د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د بشکیک په سیمه‌ییزه ناسته کې د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدو ټینګار

1405/7/20 09:10
Mumtaz خبرونه

د بشکیک په سیمه‌ییزه ناسته کې د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدو ټینګار
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، له خپل تخنیکي پلاوي سره یوځای، د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې د ګډې کاري ډلې (JWG) او بین‌الحکومتي شورا (IGC) په ناستو کې، چې د قرغزستان په بشکیک ښار کې جوړې شوې وې، ګډون وکړ.
 
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، په خپله وینا کې د سیمه‌ییزې انرژۍ سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د دې پروژې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ، د اضافي تمویل برابرول، د ساختماني چارو چټکول، د شته خنډونو لرې کول او د ګډو پرېکړو عملي تعقیب یې له اساسي لومړیتوبونو څخه وبلل.
 
په دغو ناستو کې د غړو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویل‌کوونکو بنسټونو استازو د ساختماني چارو پرمختګ، د مخابراتي سیګنال پیاوړتیا او تکرار دستګاوو (Repeater Stations) د نصب او بشپړولو، پروژې د عملیاتي چمتووالي (Operational Readiness)، د فعالیت او ګټې اخیستنې مسؤولیتونو د ټاکلو، څارنې او مخابراتي سیسټمونو او سوداګریزو فعالیتونو د پیل لپاره د اړینو اقداماتو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
 
همدارنګه، د افغانستان پلاوي د پاتې چارو بشپړولو لپاره د اضافي مالي سرچینو د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د نړیوال بانک مسؤولينو د اړتیا وړ مالي سرچینو برابرولو د امکاناتو ارزونې خبر ورکړ.
 
ښاغلي همکار، د افغانستان برېښنا شبکې اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو ته په پام، د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدو ټینګار وکړ.
 
د کاسا - ۱۰۰۰ پروژه له مرکزي آسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد په موخه طرحه شوې ده؛ د دې پروژې بشپړېدل کولای شي د انرژۍ د سوداګرۍ په پراختیا او د سیمه‌ییزې برېښنا د لېږد مسیر په توګه د افغانستان د دریځ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.