د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تولیدي او تخنیکي ریاست له کارکوونکو سره لیدنه وکړه
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تولیدي او تخنیکي ریاست له کارکوونکو سره لیدنه وکړه
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي، د تولیدي او تخنیکي ریاست له کارکوونکو سره د لیدنې پرمهال د کارکوونکو د ستونزو او کاري وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړل او سپارښتنه یې وکړه چې خپلې دندې په اخلاص، صداقت، مسؤولیتپېژندنې او د متقابل درناوي په رعایت سره مخ ته یوسي.
همداراز د تولیدي او تخنیکي ریاست رئیس قاري صلاحالدین توکلي، د شرکت د اجرائیوي رئیس له لیدنې او لارښوونو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د مسؤولینو لیدنه او له کارکوونکو سره مستقیمې خبرې د کاري همغږۍ د پیاوړتیا او د ستونزو د ښه درک لپاره مهم ارزښت لري.
په پای کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د ادارې په ټولو برخو کې د اخلاص، یووالي، متقابل درناوي او مسؤولانه کار پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د کارکوونکو د ستونزو اورېدل او د کاري چاپېریال ښه کول یې د چارو د اغېزمنتیا لپاره مهم وبلل.