د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د سلام شبکې مخابراتي چوپړتیاوې فعالې شوې
د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د سلام شبکې مخابراتي چوپړتیاوې فعالې شوې
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت د سلام شبکې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د هېواد لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي اسانتیاوو د رسولو په لړ کې، د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره خپلې چوپړتیاوې فعالې کړې.
د سلام مخابراتي شبکه په دې مهم نوښت سره د لومړي مخابراتي شبکې په توګه وتوانېده چې د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکو ته د ګرځنده مخابراتي خدمتونو زمینه برابره کړي؛ په دې ولسوالۍ کې د سلام شبکې درې 3G سایټونه فعال شوي، چې له امله به یې د سیمې اوسېدونکي د غږیزو اړیکو او انټرنېټي چوپړتیاوو ته لاسرسی ومومي.
د سلام مخابراتي شبکه ژمنه ده چې د خپلو تخنیکي امکاناتو او شته زېربناوو په کارولو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.