د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه

1405/7/20 12:39
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دفتر رئیس مولوي سعیدالرحمن مظهري په مشرۍ، د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د یو شمېر امارتي شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې د افغان ټېلې‌کام امارتي شرکت د مدیره پلاوي د پرېکړو په تړاو او د معارف مطبعې او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ مالي کال د سوداګریزو او تدارکاتي پلانونو اړوند موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک شول.
 
همدارنګه، په دې ناسته کې د ننګرهار وادي کرنیز، هوټلونو او د نفت او ګاز امارتي شرکتونو د اساسي او غیراساسي فعالیتونو او د آفتنتو امارتي شرکت د موضوع په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
 
د ناستې په پای کې د استراس، مرکزي سیلو، افغان تور، د کندهار نخي نساجي، د بلخ نخي نساجي، افغان ګاز، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې، افغان نساجي او د بلخ سیلو امارتي شرکتونو د ربعوارو ترسره شویو فعالیتونو د راپورونو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.