د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه
د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دغه شرکت په ودانۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د مدیره پلاوي غړو د یاد امارتي شرکت اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې یې وکړې.
همدارنګه، په یاده غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس محمد نعیم عمر، په بېلابېلو برخو کې د شرکت فعالیتونه اغېزناک او مثبت وبلل او په سپارل شویو چارو کې یې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې غونډه د دغه امارتي شرکت لپاره د لا زیاتو بریاوو ترلاسه کولو په دعایې سره پای ته ورسېده.