د تالقان سپین زر مارکېټونو د چارو پر کیفیت او چټکتیا ټینګار وشو
د تالقان سپین زر مارکېټونو د چارو پر کیفیت او چټکتیا ټینګار وشو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، عبدالحفیظ فریاد او د یاد شرکت مالي او اداري رئیس عبدالمبین صافي تخار ولایت ته د خپل سفر پر مهال، په تالقان ښار کې د تالقان سپین زر سوداګریز ښارګوټي له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي فریاد په دې سفر کې د تالقان سپین زر سوداګریز ښارګوټي د درمل پلورنې مارکېټ، د ودانیزو توکو مارکېټ او د واده تالار د هوارولو او رغنیزو چارو پر چټکتیا او د کار پر لوړ کیفیت، ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې یاد مارکېټونه او د ودونو تالار د تالقان سپین زر سوداګریز ښارګوټي ترڅنګ جوړېږي، چې ټوليز لګښت یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی.