د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپینزر امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا!
د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپینزر امارتي شرکت په پام کې لري، چې د مور او ماشوم روغتون سړک پر غاړه خپل ملکیت درې بابه د موټر مینځلو ځایونه او یو هوټل د مزایدې پروسې له لارې په قرارداد ورکړي.
له همدې امله، هغه پر شرايطو برابر اشخاص چې د یادو ملکیتونو د مزایدې په غونډه د ګډون غوښتنه لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ ورځو پورې، له خپلو غوښتنلیکونو سره د کندز سپینزر امارتي شرکت د قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي.
یادونه: غوښتونکي دې شرطپانه وګوري او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د کندز سپینزر امارتي شرکت، د شرکت ګولایي – کندز