د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د امام ابوحنیفه(رح) د پنځم نندارتون د پای په مراسمو کې ګډون وکړ

1405/7/22 14:58
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د امام ابوحنیفه(رح) د پنځم نندارتون د پای په مراسمو کې ګډون وکړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال د امام ابوحنیفه(رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پای په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
 
ښاغلي بلال د یاد نندارتون د بریالي پای ته رسېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ډول نندارتونونه د هېواد د سوداګرۍ پراختیا او صنعتي ودې او همدارنګه د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو زیاتولو لپاره اغېزناک تمامېدای شي.
 
مولوي احمدجان بلال د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه چې امارتي شرکتونه د لویو او بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د صنعت، کرنې، کانونو استخراج او په بېلابېلو خدماتي برخو کې د پام وړ پرمختګونه لري؛ نوموړي وویل چې یاد نندارتون له نړیوالو او خصوصي سکټورونو سره د امارتي شرکتونو د همغږۍ رامنځته کولو یو ډېر ښه فرصت برابر کړی و.
 
مولوي احمدجان بلال څرګنده کړه چې امارتي شرکتونه چمتو دي ترڅو په هېواد کې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو سره په ګډه پانګونه وکړي او د کورنيو تولیداتو زیاتولو او د صادراتو لوړولو په برخه کې خپل فعالیت لا پراخ کړي.
 
په پای کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې له شته امنیت او فرصت څخه ګټه پورته کړي او د کانونو، کرنې او ترانزیټ په برخه کې خپلې پانګونې لا پسې وغځوي.