په مزارشریف ښار کې د نهرتوپ مرکزي پمپ سټېشن د ظرفیت لوړولو پروژه پیل شوه
په مزارشریف ښار کې د نهرتوپ مرکزي پمپ سټېشن د ظرفیت لوړولو پروژه پیل شوه
د ام.ارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ام.ارتي شرکت له لوري او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ، د اوبو رسولو خدمتونو د ښه والي او د تخنیکي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه د مزارشریف ښار د نهرتوپ مرکزي پمپ سټېشن د ظرفیت لوړولو پروژه پیل شوې ده.
دغه پروژه د مزارشریف ښار دننه د حلقوي شبکې تر پوښښ لاندې سیمې رانغاړي چې په بشپړېدو سره به د ګټه اخیستونکو شمېر شاوخوا ۷ زرو ته لوړ شي.
په یاده پروژه کې د اوبو رسولو د زړو پایپونو د ۸ او ۱۲ انچه اندازې ته بدلول، د پمپونو ظرفیت له ۱۸ څخه ۲۲ کیلوواټو ته لوړول، د درې خونو ترمیم، د پمپ سټېشن برېښنايي سیستم د ظرفیت لوړول او د ۱۶۰ کیلوولټ امپیر ظرفیت لرونکي ترانسفارمر نصبول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د پروژې عملي کارونه پیل شوې دي او اوس مهال د پایپونو د غځولو لپاره د کانالونو د کیندلو او د پمپ سټېشن د برېښنايي سیستم اړوند چارې روانې دي.