د امارتي شرکتونو لوي ریاست

هرات کې د ټاپي پروژې د ګازو د فرعي نللیکې او د ګازو د وېش ساحوي ارزونه ترسره شوه

1405/7/25 09:38
Mumtaz خبرونه

هرات کې د ټاپي پروژې د ګازو د فرعي نللیکې او د ګازو د وېش ساحوي ارزونه ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي رياست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي اختر محمد منصور او یو شمېر مسؤولینو په ګډون، هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د ګازو د فرعي نللیکې د مسیر، حریم او د ګازو د وېش شبکو د موقعیتونو د تثبیت تخنیکي غونډې او ساحوي ارزونې ترسره شوې.
 
د پلان له مخې، د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې چې د ټاپي پروژې لومړنی افټېک سټېشن او د ګازو د تنظیم او وېش شبکه به پکې جوړېږي، د ۲۰ اینچه قطر او شاوخوا ۲۸.۷ کیلومتره په اوږدوالي یوه فرعي ګاز نللیکه غځول کېږي.
 
د دې نللیکې له لارې به طبیعي ګاز د هرات اوسني صنعتي پارک ته، چې په ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه جوړ دی، شاوخوا ۱۴۰۰ فابریکې پکې فعالیت کوي؛ همداراز به استوګنیزو سیمو او د CNG (چټک طبیعي ګاز) د تولید لپاره ځانګړو تاسیساتو ته ولېږدول شي.
 
همدراز به د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري پلان شوي ۳۰۰۰ مېګاواټه ظرفیت لرونکي برېښناکوټ ته هم د طبیعي ګازو د لېږد زمینه برابره شي.
 
د یادونې وړ ده چې ټاپي پروژه نه یوازې د انرژۍ د لېږد یوه مهمه سیمه‌ییزه پروژه ده، بلکې د هرات ولایت د صنعتي ودې، اقتصادي پرمختګ او د پانګونې د پراختیا لپاره هم د پام وړ ارزښت لري.