د اچین ولسوالۍ درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!
د اچین ولسوالۍ درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت اړوند د سلام مخابراتي شبکې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې خپله نوې څانګه پرانېستله.
د یادې ولسوالۍ درانه اوسېدونکي اوس کولای شي د سلام مخابراتي شبکې اړوند چوپړتیاوو ترلاسه کولو او د سیمکارتونو ستونزو د حل په موخه یادې څانګې ته مراجعه وکړي.
پته: د سلام مخابراتي شبکې څانګه، د نقیب حاجي پلازا، کهي بازار، میدانک ته غځېدلی سړک، اچین ولسوالۍ ـ ننګرهار