د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د انټرکانټیننټال او د سوداګرۍ خونې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
1404/12/11 00:00
Mumtaz خبرونه
د انټرکانټیننټال او د سوداګرۍ خونې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو نېټه: دوشنبه/ ۱۳ / رمضان المبارک/ ۱۴۴۷ هـ ق د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انټرکانټیننټال امارتي شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا او د خصوصي سکټور د ناستو، کنفرانسونو، سمینارونو، نندارتونونو په ترسره کولو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه، هوکړه ‌لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د انټرکانټیننټال امارتي شرکت به د خونې د مدیره پلاوي غړو، د مرکز او ولایتونو ټولو کارکوونکو ته او همدارنګه د ناستو او سوداګریزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره به ځانګړی تخفیف برابر کړي. دغه هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیوي رئیس، محمد ولي امیني او د انټرکانټیننټال امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، حافظ ضیاءالحق جواد له لوري لاسلیک شو.