د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د تخم شیندنې کلنی کمپاین پیل کړ

1405/7/25 11:04
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د تخم شیندنې کلنی کمپاین پیل کړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د ۱۴۰۵–۱۴۰۶ کرنیز کال لپاره د اصلاح شویو تخمونو د تولید او تکثیر په موخه، د مني موسم د تخم شیندنې کمپاین پیل کړ.
 
یاد امارتي شرکت په پام کې لري چې د مورنیو او بنسټیزو تخمونو په ټولیز ډول ۴۴۰ مټریک ټنه تخمونه په خپلو اړوندو فارمونو کې او له قراردادي بزګرانو سره د تړون پر اساس، پر ۱۷ زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه وکري.
 
د جوړ شوي پلان له مخې، اټکل کېږي چې د دغه کمپاین په پلي کېدو سره به له مورنیو او بنسټیزو کټګوریو څخه په ټولیز ډول ۱۲ زره او ۳۶۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید او ترلاسه شي.
 
دغه کمپاین د کرنیزو تولیداتو د پراختیا او پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او تکثیر د ظرفیت لوړولو، او بزګرانو ته د باکیفیته او معیاري تخمونو ته د لاسرسي د اسانتیا برابرولو په موخه پیل شوی دی.
 
د یادونې وړ ده چې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د تخنیکي پروګرامونو په پلي کولو او د تخم شیندنې، ساتنې او حاصلاتو راټولولو په پړاوونو کې د اړینو کرنیزو معیارونو په رعایتولو سره هڅه کوي، څو د باکیفیته تخمونو د تولید زمینه برابره کړي او د هېواد د کرنې سکټور په وده او پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.