د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د کورنیو چارو په وزارت کې نوې پُست خونه پرانېستل شوه

1405/7/26 12:02
Mumtaz خبرونه

د کورنیو چارو په وزارت کې نوې پُست خونه پرانېستل شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان پُست امارتي شرکت د کورنیو چارو وزارت مراجعینو ته د اسانتیا برابرولو په موخه، د یاد وزارت په انګړ کې نوې پُست خونه پرانېستله چې ورسره به د پېرودونکو د تګ راتګ اړتیا کمه، وخت به یې سپما او د پُستي خدمتونو بهیر به لا اسانه شي.
 
 د دې پُست خونې له لارې به هېوادوال وکولای شي د عدم مسؤولیت جرمي فورمې د تأییدۍ ترلاسه کولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي او له تأییدۍ وروسته خپلې فورمې له هماغې پُست خونې څخه ترلاسه کړي.
 
د یادونې وړ ده چې د افغان پُست امارتي شرکت د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو، د خدمتونو د پراختیا او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.