د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي په مشرۍ د اجرائیوي کمېټې غونډه کې د دې شرکت د فعالیتونو، د بېلابېلو ریاستونو د کاري بهیر، د چارو د لا ښه تنظیم او د شته مسؤولیتونو د اغېزناک ترسره کولو په اړه خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس وویل چې زموږ او ستاسو اصلي موخه خلکو ته د ښو، باکیفیته او د بازار له بیو څخه په ټیټه بیه د درملو رسول دي؛ موږ ټول باید د همدې موخې د تحقق لپاره په اخلاص، همغږۍ او مسؤولیتپېژندنې کار وکړو.
همداراز ښاغلي فضلي زیاته کړه، چې د شرکت د هرې برخې فعالیتونه باید د خلکو د اړتیاوو، د درملو د کیفیت او د خدماتو د ښه والي له اصل سره همغږي وي؛ ځکه د ټولو ریاستونو او کارکوونکو ګډې هڅې د شرکت د اهدافو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري.