له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد مزي نوي شول
له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد مزي نوي شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي نوي کولو پروژې په لړ کې، د ۸۵ کیلومترو په واټن ۳۳۵ فاصلې مزي او د اړتیا وړ ګڼ زاړه تجهیزات هم نوي کړل.
د یادې پروژې په دوام د لسګونو پایو کلپینګ چارې هم بشپړې شوې، چې د اړتیا وړ نورې برخې به یې هم ډېر ژر جوړې شي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت د هېواد په کچه د برېښنا شبکې ظرفیت پر لوړولو چټک کار کوي، څو پېرودونکو ته ډاډمنه برېښنا وړاندې شي.