د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي ترڅو د دغه امارتي شرکت د سړې خونې د بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخیصیه شمېره یې (۰۰۱/۱۴۰۵/ K.S.S.O.C) ده، ګډوه وکړي.
غوښتونکي کولای شي د داوطلبۍ بشپړ اسناد د (npa.gov.af) وېبپاڼې او یا هم د اکبر وېبپاڼې څخه ډانلوډ او یا هم د سيډي یا فلش ډیسک له لارې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو له مدیریت څخه ترلاسه کړي؛ غوښتونکي دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم په تړلې بڼه، د ۱۴۰۵/۸/۱۶ نېټې، د شنبې ورځ د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
یادونه: ناوخته رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د تدارکاتو مدیریت، د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل