لوګر ولایت کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ دوام
لوګر ولایت کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ په ښه بڼه روانه ده
نېټه: چهارشنبه / ۲۴ / رجب المرجب / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت له لوري، په لوړ کیفیت او مناسبې بیې سره د ډبرو سکرو د وېش لړۍ، چې د ژمي راتګ سره په کابل او د سړو سیمو ځینو ولایتونو کې پیل شوې وه، اوسمهال د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار او همدارنګه محمد آغې ولسوالۍ کې هم په ښه توګه دوام لري.
د ډبرو سکرو د وېش مرکزونو مسؤولین وايي، چې د دې ولایت اوسېدونکي له یادې پروسې څخه خوښي څرګندوي او د غځېدلو غوښتنه یې کوي.
د یاد مرکز مسؤولین زیاتوي، چې په دغو مرکزونو کې په ورځني ډول لسګونه ټنه سکاره وېشل کېږي او دا پروسه به تر هغه دوام ولري، ترڅو د سون توکو په برخه کې د یاد ولایت د اوسېدونکو اړتیاوې پوره شي.
د یادونې وړ ده، چې د وېش دغه لړۍ د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر رهبرۍ لاندې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت له لوري او له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ، لومړی په پلازمېنه او وروسته بیا د سړو سیمو په ځینو ولایتونو کې پیل شوې وه.