د مغازو جوړولو د پراختیايي پلانونو د ارزونې په موخه غونډه وشوه
د مغازو جوړولو د پراختیايي پلانونو د ارزونې په موخه غونډه وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت اجرائیوي رئیس قاري رحمت الله عباس په مشرۍ د غوښې او لبنیاتو د تولید د پراختیا او د مغازو جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د غوښې او لبنیاتو د تولید د زیاتوالي، د تولیدي چارو د پیاوړتیا، د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او په بېلابېلو سیمو کې د مغازو د جوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همداراز، د یاد امارتي شرکت د فعالیتونو د پراختیا، د کاري پلانونو د اغېزمن تطبیق او د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې وشوې، ترڅو هېوادوالو ته د غوښې او لبنیاتو معیاري محصولات وړاندې شي.