د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د کندز ـ تخار د ننوتلو دروازې د کار پر چټکتیا او غوره کیفیت ټینګار

1405/7/27 13:37
Mumtaz خبرونه

د کندز ـ تخار د ننوتلو دروازې د کار پر چټکتیا او غوره کیفیت ټینګار
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین‌زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس عبدالحفیظ فریاد د مالي او اداري رئیس، عبدالمبین صافي او یو شمېر نورو مسؤولینو په ملتیا، د کندز– تخار د ورودي دروازې د رغنیزو چارو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
 
ښاغلي فریاد د پروژې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د کار د پرمختګ بهیر وارزاوه او د یادې لارې د اهمیت او په دې سیمه کې د ترافیکي تګ راتګ له امله د رامنځته شویو ستونزو په پام کې نیولو سره، د چارو پر چټکتیا، د تخنیکي معیارونو او د کیفیت پر رعایت یې ټینګار وکړ.
 
نوموړي د قراردادي شرکت له مسؤولینو وغوښتل چې د اجراآتو د بهیر د غوره مدیریت او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له لارې، د پروژې چارې په لنډ وخت کې او د ټاکل شویو معیارونو مطابق بشپړې کړي.
 
د کندز – تخار د ننوتلو دروازه د دغو دوو ولایتونو پر نښلوونکي سړک، د چنزایي په کلي کې موقعیت لري چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.