د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه 

1405/7/27 13:38
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه 

د ماليي وزیر ملا محمد ناصر آخند په مشرۍ د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته کې د څار پلاوي غړو، هر یو د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف او د افغانستان بانک عمومي رئیس ملا نور احمدآغا ګډون کړی و. 

د ناستې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت او د نظري رحیمي د کانونو استخراج او پروسېس شرکت ترمنځ د بلخ او سمنګان ولایتونو د څلورو برېښنايي پروژو سربېره، د افغانستان برېښنا شرکت او د ریګل ګروپ ترمنځ د لغمان ولایت د ۱۰ مېګاواټه  لمریزې برېښنا د پېر (PPA) د قرارداد پر موضوع باندې بحث وشو. 

ورپسې د افغان ټېلې کام، استراس او افسوټر امارتي شرکتونو د مدیره پلاوي د پرېکړو پر موضوع او همدارنګه د ملي پراختیا، د غوښو او لبنیاتو برابرولو او د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکتونو پر ځینو موضوعاتو خبرې وشوې. 

د غونډې په ترڅ کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت سوداګریز پلان او همداراز د معارف مطبعې امارتي شرکت تدارکاتي او سوداګریز پلانونه تر بحث لاندې ونیول شول. 

په پای کې د استراس، مرکزي سیلو، افغان تور، د کندهار نخي نساجي، د بلخ نخي نساجي، افغان ګاز، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې، د افغان نساجي او د بلخ سیلو امارتي شرکتونو پر وروستیو شویو راپورونو د بحث سربېره، د یو لړ موضوعاتو په تړاو پرېکړې ترسره شوې.