د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د مالدارۍ فارم د کبانو روزنې پروژې اړوند شاوخوا ۱۰ ټنه کبان، چې درې ډوله (ګراس، چینا او سلور) پکې شامل دي، د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
له ټولو هغو اشخاصو، مؤسسو او شرکتونو څخه چې د یادو کبانو د پېرلو لېوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴ کاري ورځو په موده کې خپل غوښتنلیکونه د ياد شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: د داوطلبۍ تضمین په نغدي بڼه د شرکت د تضمینونو بانکي حساب ته تحویلېږي؛ همداراز غوښتونکي کولای شي د شرطپاڼې د کتلو لپاره د شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته مراجعه وکړي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه، جلال آباد ـ ننګرهار