د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د مالدارۍ فارم اړوند ۴۵ رأسه څاروي، چې ۳۱ رأسه یې خوسکیان او ۱۴ رأسه غواګانې دي، د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
له ټولو هغو اشخاصو، مؤسسو او شرکتونو څخه، چې د یادو حیواناتو د پېرلو لېوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۲۱ کاري ورځو په موده کې خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: د داوطلبۍ تضمین په نغدي بڼه د شرکت د تضمینونو بانکي حساب ته تحویلېږي؛ همداراز غوښتونکي کولای شي د شرطپاڼې د کتلو لپاره د شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته مراجعه وکړي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه، جلال آباد ـ ننګرهار