د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!

1405/7/27 13:43
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت په پام کې لري چې د هډې فارم، د قصبې دویم فارم، څلورم فارم، مالدارۍ فارم، زیتون فابریکي او روغتیايي کلینیک د  نارنج سردرختي مېوه او د هډې فارم، عبدالخيلو بلاک د مالټو او لیمو باغونو سردرختي مېوه د درې جلا قراردادونو له مخي وپلوري.
 
هغه اشخاص، مؤسسي او شرکتونه چې د پېرودلو لېوالتیا یې لري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو تر (۱۴) کاري ورځو پورې، خپل غوښتنليکونه د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازار موندنې آمريت ته وسپارې.
 
یادونه: د داوطلبۍ تضمین په نغدي بڼه د شرکت د تضمینونو بانکي حساب ته تحویلېږي؛ همداراز غوښتونکي کولای شي د شرطپاڼې د کتلو لپاره د شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته مراجعه وکړي.
 
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه، جلال آباد ـ ننګرهار