د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه وشوه
د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه وشوه
د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د څارنې او ارزونې رئیس مولوي اسدالله حلیم په مشرۍ او د مدیره پلاوي د غړو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت پر پنځه کلن ستراتیژیک پلان او د سلام شبکې د خرڅلاو پر کړنلاره چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سوداګریزو چارو ریاست له لوري تحلیل او ارزول شوې، بحث ترسره شو.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د ۱۴۰۵ مالي کال د دوو تدارکاتي پروژو پر ځای د «Convergence Core Network» په نوم د یوې نوې پروژې د غوښتنې او د تدارکاتي پلان د تعدیل له لارې دغې پروژې ته لېږد موضوع په اړه بحث وکړ.
د غونډې په پای کې د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د سلام مخابراتي شبکې د سایټونو د تېلو او غوړیو د برابرولو پر موضوع او همدارنګه د ۱۴۰۵ مالي کال د سوداګریز پلان د لومړۍ او دویمې ربعې د پلي کېدو پر راپورونو بحث وشو او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.