د ارزاقو امارتي شرکت کاپیسا او هرات ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول
د ارزاقو امارتي شرکت کاپیسا او هرات ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د کاپیسا ولایت البیرونې پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته او د هرات ولایت د ښځینه وو ۴۰ بستریز روغتون او د ګذرې ولسوالي پر نشه یي توکو د روږدو درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
د معلوماتو له مخې، په دغو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، بوره، لوبیا، نخود، رُب، وچې شیدې، د خوړو مالګه، شین چای او د دیګ مساله شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د ارزاقو امارتي شرکت د ترسره شویو تړونونو له مخې، د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او یو شمېر نورو امارتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.