د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د پمپونو او جنراتورونو د معیاري کارونې روزنیز پروګرام ترسره شو

1405/7/28 12:09
Mumtaz خبرونه

د پمپونو او جنراتورونو د معیاري کارونې روزنیز پروګرام ترسره شو
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري د پمپونو او جنراتورونو د ساتنې، څارنې او معیاري کارونې په برخه کې درې ورځنی روزنیز پروګرام د شپږو زونونو او د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست د ۵۰ کارکوونکو په ګډون ترسره شو.
 
په یاد روزنیز پروګرام کې د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم ګډونوالو ته د بریا هیله څرګنده کړه او د اسلام له نظره یې د علم او پوهې د ترلاسه کولو او د سپارل شویو مسؤولیتونو د ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې.
 
همداراز ښاغلي کظیم ټینګار وکړ چې هېڅ کارکوونکی باید خپل سپارل شوی مسؤولیت کم‌اهمیته ونه ګڼي، ځکه د دندو په ترسره کولو کې غفلت د اوبو رسولو د خدمتونو پر کیفیت او دوام منفي اغېزه کولای شي.
 
د یادونې وړ ده چې په تېر کې هم د یاد شرکت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه دغه ډول روزنیز پروګرامونه ترسره شوي دي.