د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي د ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې د خپلو څلورګونو فارمونو د زيتون باغونو د ښاخونو د پرې کولو له بهیر څخه ترلاسه شوي، شاوخوا ۴۶۸٬۷۶۵ منه د زيتون د ښاخونو لرګي، چې د یادو فارمونو په ۱٬۴۸۹ هکټاره زيتون باغونو پورې اړوند دي، د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
ټول هغه اشخاص، مؤسسې او شرکتونه چې د یادو لرګیو د پېرلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۲۱ کاري ورځو په موده کې خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: د داوطلبۍ تضمین په نغدي بڼه د شرکت د تضمینونو بانکي حساب ته تحویلېږي؛ همداراز غوښتونکي کولای شي د شرطپاڼې د کتلو لپاره د شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته مراجعه وکړي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سرخ رود دوه سړکه، جلال آباد ـ ننګرهار