د امارتي شرکتونو لوي ریاست

په افسوټر امارتي شرکت کې د نويو رئیسانو معرفت غونډه ترسره شوه

1405/7/29 09:04
Mumtaz خبرونه

په افسوټر امارتي شرکت کې د نويو رئیسانو معرفت غونډه ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت د مالي او اداري چارو ریاست لپاره مولوي سید خالد آغا او د سوداګریزو چارو ریاست لپاره نوراحمد مزمل د نویو رئیسانو په توګه د یاد امارتي شرکت کارکوونکو ته معرفي شول.
 
په دغې معرفت غونډه کې چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سوداګریزو چارو رئیس مولوي عبدالحلیم آغا صفدر، د انسجام او همغږۍ رئیس مولوي عبدالله عبید او د یاد ریاست ویاند مولوي محمد نبي بهار ګډون کړی و، د انسجام او همغږۍ د رئیس له لوري د ټاکل شویو رئیسانو په اړه د رئیس الوزراء عالي مقام حکم ولوستل شو او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب او نوښت رامنځته کولو هیله څرګنده کړه.
 
ورپسې مولوي عبدالحلیم آغا صفدر په خپلو خبرو کې وویل، په اداراتو کې دندې امتیاز نه بلکې یو مسؤولیت دی چې باید په صادقانه او غوره بڼې سره پر مخ یوړل شي.
 
ښاغلي صفدر نویو ګمارل شویو رئیسانو ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د افسوټر امارتي شرکت ارزښت ته په اشارې سره یې زیاته کړه چې په نویو ګمارنو سره به په یاد شرکت کې د پام وړ تغیرات راڅرګند شي.
 
د غونډې په ترڅ کې د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان وویل چې هېواد ته خدمت او کار کول زموږ مسؤولیت دی او دغه مسؤولیت باید په غوره شکل سره ترسره کړو.
 
ښاغلي عرفان د مالي او اداري او سوداګریزو چارو نویو رئیسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د اغېزمنو چارو پر ترسراوي او د وخت پر غوره ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.