د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین‌زر امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا!

1405/7/29 09:07
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین‌زر امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل ملکیت اړوند ۲ جریبه کرنیزه د کمو اوبو لرونکې ځمکه چې د آقتاش کلا، د برق کهنه بند سیمه کې موقعیت لري، د مزایدې د پروسې له لارې په قرارداد ورکړي.
 
له همدې امله، پر شرایطو برابر کسان چې غواړي د یادې ځمکې د مزایدې په غونډه کې ګډون وکړي، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ کاري ورځو پورې، له خپلو غوښتنلیکونو سره د کندز سپین‌زر امارتي شرکت د املاکو د قراردادونو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.
 
یادونه: تضمین په نغدي بڼه اخیستل کېږي.
 
پته: د کندز سپین‌زر امارتي شرکت، د شرکت ګولایي – کندز