د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تړون د ورکړې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د دې ریاست د دفترونو د پارکېټ د برابرولو او نصبولو پروژه چې تشخیصیه شمېره یې (2-GDSOC-1405-NCB-W) ده، د صدف نایاب ساختماني او سړک جوړونې شرکت چې د جواز شمېره یې (۵۷۳۷۳) ده او د کابل ښار په درېیم پروان کې موقعیت لري، په ټولیز ډول (۱۷۵۵۰۰۰، یو میلیون او اووه سوه او پنځه پنځوس زره) افغانیو سره په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو کاري ورځو په موده کې په لیکلې بڼه د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د ورکړې په مانا نه ده؛ تر هغه چې پورته یاد شوی مهلت او قانوني مراحل بشپړ نه شي، تړون نه ترسره کېږي.
پته: د امارتي شرکتونو عمومي ریاست، د عامې روغتیا څلورلاره، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه ـ کابل