د امارتي شرکتونو لوي ریاست

له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې

1405/7/29 10:51
Mumtaz خبرونه

له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژه ۹۰ سلنه بشپړه شوې
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو په هڅو له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي او تجهیزاتو نوي کولو پروژې چارې له ۹۰ سلنې زیاتې بشپړې شوي دي.
 
ددې مهمې پروژې په لړ کې د مزو نوي کولو سربېره، انسلیټرونه او د پایو زاړه او زیانمن ګڼ تجهیزات هم نوي کېږي.
 
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت ټول هېواد کې د برېښنا شبکې ظرفیت پر لوړولو چټک کار کوي، څو پېرودونکو ته ډاډمنه برېښنا وړاندې او په چوپړتیاوو کې مثبت بدلون راشي.