د ارزاقو امارتي شرکت د هرات پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول
د ارزاقو امارتي شرکت د هرات پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، د هرات پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
په لېږدول شویو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، چای، نخود او یو شمېر نور اړین لومړني خوراکي مواد شامل دي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو امارتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او دوامداره ډول لېږدوي.