د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو د دعوت او ارشاد مسؤولینو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

1405/7/29 15:02
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو د دعوت او ارشاد مسؤولینو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په کابل کې د امارتي شرکتونو د دعوت او ارشاد مسؤولینو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمنیار ترسره شو.
 
د یاد سیمینار په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي محمد اشرف متقي، ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې دعوت کوونکي باید د اسلامي اخلاقو، حکمت او نرمۍ له مخې له خپلو مخاطبانو سره ښه چلند وکړي؛ ځکه دعوت د صبر، غوره وینا او نېک کردار له لارې ترلاسه کېږي.
 
ورپسې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دعوت او ارشاد چارو د سمون لوی رئیس شیخ محب الله مخلص، د دعوت او ارشاد پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د نورو د اصلاح لپاره باید لومړی خپل ځان اصلاح او په خپل کردار کې د اسلامي لارښوونو عملي بېلګه وړاندې کړو.
 
د سیمینار په لړ کې دیني عالم شیخ محمد حکیم مظهري د دعوت پر تګلارې، ارکانو او موخو رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې د دعوت چارې باید د اسلامي اصولو او غوره اخلاقو په رڼا کې ترسره شي، ترڅو د مبارک دین پیغام په سمه او اغېزناکه توګه خلکو ته ورسېږي.
 
په پای کې د دعوت او ارشاد د مسؤولینو په استازولۍ، د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د دعوت او ارشاد آمر مولوي نجیب الله مصباح، په اړونده برخه کې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د چارو د لا پرمختګ لپاره یې د همکاریو زیاتولو غوښتنه وکړه.