د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تخنیکي کمېټې ناسته وکړه
1404/12/11 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تخنیکي کمېټې ناسته وکړه نېټه: یکشنبه / ۱۲ / رمضان المبارک / ۱۴۴۷ هـ ق د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ د تخنیکي کمېټې د غړو، متخصصینو او د یو شمېر امارتي شرکتونو استازو په ګډون، د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه. د ناستې په پیل کې، د ملي پراختیا امارتي شرکت د تدارکاتي پلان د تائید او منظورۍ پر موضوع او د امارتي شرکتونو د بيروني تفتيش (بېلانس) پر راپورونو مفصل بحث وشو. د غونډې په ترڅ کې د ننگرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتونو فابريکې د ۱۰۵۶ ټنو د زیتونو تیلو او د ۳۰ ټنو د زيتونو تولید شویو اچارو د وروستۍ بیې او ګټې سنجش جدول د تأييدۍ پر موضوع خبرې ترسره شوې. همدارنګه د ارزاقو، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو، د خوندي اسنادو د چاپ، د ننګرهار وادي کرنیز، د اصلاح شویو بذري تخمونو، د افغان تور او د ملي بس امارتي شرکتونو د مدیره هیئت مجلس د پرېکړو هر اړخیزه ارزونه وشوه.