د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ترکمنستان د نفت او ګازو نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ
د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ترکمنستان د نفت او ګازو نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي اخترمحمد منصور، د یوه پلاوي په ملتیا د ترکمنسان هېواد د نفت او ګازو نړیوال کنفرانس کې د ګډون پرمهال د ترکمن ګاز او ټاپي پروژې له مسؤولینو سره د هرات د ګازو د نللیکې او د ګازو د وېش شبکو په تړاو بحثونه وکړل.
ښاغلي منصور د ګاز د استخراج پروسېس، لېږد او وېش په برخو کې د پرمختللو تجهیزاتو او معیاري ټکنالوژیو کارول د افغان ګاز شرکت له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل.
د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د معتبرو نړیوالو شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د مستقیمو تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د علمي پوهې او تخصصي تجربو پر شریکولو، د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې او د افغان ګاز په سکټور کې د پانګونې پر راجلبولو ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغې لیدنې له معتبرو نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو همکاریو فرصتونو د پېژندلو او د افغان ګاز په اړوندو برخو کې د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت برابر کړ.