د ارزاقو امارتي شرکت د بامیان ولایت پر نشه يي توکو د روږدو درملنې روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول
د ارزاقو امارتي شرکت د بامیان ولایت پر نشه يي توکو د روږدو درملنې روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام، د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ پر نشه يي توکو د روږدو درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
یاد روغتون ته په لېږدول شویو توکو کې وریجې، غوړي، آیوډین لرونکي مالګه، رُب، بوره، لوبیا، وچې شیدې، شین چای، پیاز، هګۍ او کچالو شامل دي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت د ترسره شویو تړونونو له مخې، د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او یو شمېر نورو امارتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.