د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کندز سپین زر امارتي شرکت له لوري د صابون تولید زیات شوی
1404/12/11 00:00
Mumtaz خبرونه
د کندز سپین زر امارتي شرکت له لوري د صابون تولید زیات شوی د امارتي شرکتوتو لوی ریاست د کندز سپین زر په امارتي شرکت کې د کالیو مینځلو صابون د تولید بهیر چټک شوی او دا مهال یې تولیدي دستګاه په ۸ ساعته کاري شېفټ کې، د ۴۰ زره کلچو صابون د تولید وړتیا لري. د یادې تولیدي دستګاه مسؤول، نجیب‌الله واحدي وایي چې اوس مهال د صابون د تولید او پروسس په برخو کې ګڼ شمېر کارکوونکي پر دندو بوخت دي؛ دغه دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ زره کلچو صابون د تولید وړتیا لري. د یادونې وړ ده چې د کندز سپین زر امارتي شرکت د صابون جوړولو دغه دستګاه، له شاوخوا څلوېښت کلن ځنډ او درېدا وروسته، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په اساسي ډول ترمیم او بېرته فعاله شوې ده.