د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د افغانستان د کانونو په لومړي ځانګړي نندارتون کې ګډون وکړ

1405/8/7 10:32
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د افغانستان د کانونو په لومړي ځانګړي نندارتون کې ګډون وکړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي د افغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي بلال په یاد نندارتون کې د بېلابېلو کورنیو امارتي او خصوصي شرکتونو سربېره د بهرنیو شرکتونو له غرفو څخه لیدنه وکړه او د چوپړتیاوو او بېلابېلو توکو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
 
د دغه نندارتون موخه د افغانستان د طبیعي زېرمو او کانونو معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو راجلبول، د کانونو د مسلکي اکتشاف او استخراج پراختیا او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
 
د افغانستان د کانونو په لومړي ځانګړي نندارتون کې د چین، هند او ایران هېوادونو د سوداګرو سربېره، ګڼو داخلي شرکتونو خپل تولیدات او محصولات په ۱۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي؛ یاد نندارتون به د روانې لړم میاشتې له ۶مې تر ۹مې نېټې پورې د لیدونکو پر مخ پرانېستی وي.