د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هرات ولایت له تخنیکي ورکشاپ څخه لیدنه وکړه
د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هرات ولایت له تخنیکي ورکشاپ څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر ټرانسپورټي او بارچالاني نړیوال امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د افسوټر ریاست له تخنیکي ورکشاپ څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د تخنیکي ورکشاپ ستونزې، اړتیاوې، د وسایطو د ترمیم او تخنیکي خدمتونو بهیر، د اړینو وسایلو او تجهیزاتو کمښت او د کاري چارو د لا ښه تنظیم په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي عرفان د ورکشاپ د فعالیتونو ارزونه وکړه او د ستونزو د حل، د تخنیکي خدمتونو د ښهوالي او د کاري بهیر د لا اغېزمنتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغه لیدنه د تخنیکي چارو د ښهوالي، د وسایطو د ساتنې او د یاد امارتي شرکت د ټرانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه ترسره شوه.