د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افسوټر امارتي شرکت اداري غونډه ترسره شوه

1405/8/7 10:37
Mumtaz خبرونه

د افسوټر امارتي شرکت اداري غونډه ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر ټرانسپورټي او بارچالاني نړیوال امارتي شرکت اوونیزه اداري غونډه د شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان په مشرۍ چې د یاد شرکت آمرینو او په آنلاین ډول د هرات او حیرتان استازولیو رئیسانو هم ګډون درلود، ترسره شوه.
 
په غونډه کې د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هېوادوالو د باور ساتلو او د خدمتونو د کیفیت ښه‌والي لپاره، په چارو کې په پوره ژمنتیا، اخلاص او پر مسؤولیت پېژندلو ټینګار وکړ.
 
همداراز په یاده غونډه کې د اجنډا پر شاملو موضوعاتو بحث وشو او د اړوندو چارو د ښه‌والي په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.