د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا (بیاځلې)!

1405/8/7 13:04
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا (بیاځلې)!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د شفافیت د تأمین، کیفیت د لوړولو او لګښتونو د کمولو په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ۱۴۰۲ مالي کال د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه، چې د تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/A23)  ده، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
 
له همدې امله، ټولو هغو بهرنیو تفتیشي شرکتونو ته بلنه ورکول کېږي، چې د مالیې وزارت د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې (CPA-AFG) ولري، د لړم میاشتې له ۷مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې، اړوند شرطپاڼه له (https://shorturl.at/uYiy0) لېنک څخه ترلاسه کړي او یا هم په حضوري ډول د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ همداراز دې اړوند شرکتونه د شرطپاڼې له دقیقې مطالعې وروسته خپل غوښتنلیکونه د درج شویو شرایطو مطابق ترتیب او په ټاکلې موده کې دې یاد ریاست ته وسپاري.
 
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۸/۱۱ نېټې، دوشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۸/۱۶ نېټې، شنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په پنځم پوړ، ۱۴۳مه خونه کې ترسره شي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي غوښتنلیکونه په پروسه کې نه شاملېږي.
 
پته: د امارتي شرکتونو عمومي ریاست، د عامې روغتیا څلورلاره، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه، کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
 
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af