د امارتي شرکتونو لوي ریاست

استراس امارتي شرکت د حیرتان بندر په  درېیم پورټ کې د۱۲۰ ټنه ظرفیت لرونکې تله پرانېستله

1405/8/9 11:20
Mumtaz خبرونه

استراس امارتي شرکت د حیرتان بندر په  درېیم پورټ کې د۱۲۰ ټنه ظرفیت لرونکې تله پرانېستله
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د استراس امارتي شرکت له لوري د حیرتان بندر په درېیم پورټ کې د ۱۲۰ ټنه لوړ تناژ تله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د استراس امارتي شرکت د مالي او اداري چارو رئیس مولوي عبدالودود قانع او د یاد شرکت اړوندو آمرینو ګډون کړی و.
 
دغه اقدام د خدماتي زېربناوو د پراختیا او د سوداګریزو چارو اسانتیا په موخه ترسره شوی، چې هېوادوالو او سوداګرو ته د لا غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.