د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د لغمان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول

1405/8/9 14:50
Mumtaz خبرونه

د لغمان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د لغمان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول.
 
په لېږدول شویو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، بوره، چای، د خوړو مالګه، د چای هېل، زیره، د دېګ مساله، لوبیا، خام نخود او د روميانو رُب شامل دي.
 
د یادونې وړ ده چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دغه شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه ارزول کېږي.