د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د اجرائیه کمېټې غونډه وشوه
د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د اجرائیه کمېټې غونډه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د اجرائیه کمېټې غونډه کې د اړینو اداري او تخنیکي موضوعاتو سربېره د خامو موادو د پېرودلو، د تولیدي بهیر تنظیم، پروسېس او د پروسېس شویو تولیداتو د بازارموندنې په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
په یاده غونډه کې د خامو موادو د تأمین، پروسېس او پلور لپاره په یوه بشپړه او معیاري طرحه خبرې وشوې ترڅو د تولید بهیر لا منظم، شفاف او اغېزمن شي.
همدارنګه د کارکوونکو د چارو د ښه مدیریت، د داخلي نظم د پیاوړتیا او د مسلکي ظرفیت د لوړولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.