د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا (بیاځلې)!

1405/8/9 15:20
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا (بیاځلې)!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د مالدارۍ فارم د کبانو روزنې پروژې اړوند شاوخوا ۱۰ ټنه کبان، چې درې ډوله (ګراس، چینا او سلور) پکې شامل دي، د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
 
له ټولو هغو اشخاصو، مؤسسو او شرکتونو څخه چې د یادو کبانو د پېرلو لېوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د ۱۴۰۵/۰۸/۱۴ نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه د ياد شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
 
یادونه: د داوطلبۍ تضمین په نغدي بڼه د شرکت د تضمینونو بانکي حساب ته تحویلېږي؛ همداراز غوښتونکي کولای شي د شرطپاڼې د کتلو لپاره د شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته مراجعه وکړي.
 
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه، جلال آباد ـ ننګرهار
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
د اړیکې شمېره:۰۷۸۹۱۸۷۰۲۳
برېښنالیک: Sales.marketing@nvaec.gov.af