د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند د کابل ښار په سرای شمالي سیمه کې ۱۰۰۰ متر مربع سپینه ځمکه د آزادې داوطلبۍ له لارې د ۳ کلونو لپاره په کرایه ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې ځمکې د کرایه کولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۷ کاري ورځو په موده کې د افسوټر امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د افسوټر امارتي شرکت، نوی ښار، د ګلفروشۍ کوڅه، لسمه ناحیه ـ کابل