د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا (بیاځلې)!
د داوطلبۍ خبرتیا (بیاځلې)!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت په پام کې لري چې د هډې فارم، د قصبې دویم فارم، څلورم فارم، مالدارۍ فارم، زیتون فابریکي او روغتیايي کلینیک د نارنج سردرختي مېوه او د هډې فارم، عبدالخيلو بلاک د مالټو او لیمو باغونو سردرختي مېوه د درې جلا قراردادونو له مخي وپلوري.
هغه اشخاص، مؤسسي او شرکتونه چې د پېرودلو لېوالتیا یې لري، کولای شي، د ۱۴۰۵/۰۸/۱۴ نېټې پورې خپل غوښتنليکونه د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمريت ته وسپارې.
یادونه: د داوطلبۍ تضمین په نغدي بڼه د شرکت د تضمینونو بانکي حساب ته تحویلېږي؛ همداراز غوښتونکي کولای شي د شرطپاڼې د کتلو لپاره د شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته مراجعه وکړي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه، جلال آباد ـ ننګرهار
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۹۱۸۷۰۲۳
برېښنالیک: Sales.marketing@nvaec.gov.af