د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا!

1405/8/10 10:54
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپلو وسایطو د تېلو د اړتیا پوره کولو په موخه ۱۴۱۵۰۰ لیټره ډیزل تېل او ۱۳۲۵ لیټره پټرول د یوه میاشتني تړون له مخې په مرکز، هرات او بلخ ولایتونو کې وپېري.
 
پر همدې اساس د نفت او ګاز امارتي شرکت د یوه لیټر ډیزل بیه ۹۲ افغانۍ او د یوه لیټر پټرولو بیه ۹۳ افغانۍ وړاندې کړې ده؛ ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي یاد تېل له ټاکل شوې بیې څخه په ټیټه بیه برابر او تدارک کړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۹ کاري ورځو په موده کې د افسوټر امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست ته وسپاري.
 
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
 
پته: د افسوټر امارتي شرکت، نوی ښار، د ګلفروشۍ کوڅه، لسمه ناحیه ـ کابل