د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په کندهار ولایت کې د فاضلابو څلور تصفیه ‌خونې جوړېږي
1404/10/24 00:00
Mohammad Nabi خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په کندهار ولایت کې د چاپېریال ساتنې، تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخنیوي، د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت او د ښاریانو د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه، د FSTP ټانکرونو لپاره د فاضلابو څلور تصفیه‌ خونې جوړوي. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم او د یاد شرکت د فاضلابو چارو د تنظیم رئیس، انجنیر فایق‌الله جمال کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د کندهار زون د اوبو رسولو رئیس ښاغلي ملا پادشاه یوسف په ملتیا له هغو څلورو سیمو لیدنه وکړه چې د فاضلابو تصفیې ‌خونې پکې جوړېږي. ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم وویل، چې دغه تصفیه‌ خونې د چاپېریال ساتنې او د پاکو اوبو د سرچینو د ککړتیا مخنیوي لپاره د ښار له مرکزي سیمو بهر، د ارغستان، ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو په شاوخوا کې جوړېږي. د یادونې وړ ده چې ښاغلي غلام الرحمن کظیم د یادو سیمو له لیدنې وروسته، د کندهار زون د اوبو رسولو ریاست له تولیدي او توزیعي تاسیساتو او شبکو څخه هم لیدنه وکړه او همدارنګه یې د ستونزو د هواري او کاري بهیر د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.